روژه او اعتکاف

 په غوږ یا سترګو کې دوا آچولو سره روژه نه ماتیږي !

د فتوې شمېره (۲۲۷)

پوښتنه :

که د چا غوږ یا سترګو کې تکلیف وي ، او ډاکټر ورته دوا ورکړې وي . نو په سترګو یا غوږونو کې یې د روژې په حالت کې آچولی شي ؟


الجواب وبالله التوفیق :

د روژې په حالت کې سترګې تورول یا په سترګو کې دوا آچول روا دي ، روژه ورسره نه ماتیږي .

نوي طب د خپلې څېړنې په اساس ویلي چې د غوږ او ماغزو یا د غوږ او معدې ترمنځ منفذ (خلاصه لار ) نشته ، بلکې د دوی ترمنځ نرۍ پرده شته چې دوا یا بل شی ماغزو یا معدې ته نه پرېږدي چې لاړ شي .

لهذا  په غوږ کې دوا آچولو سره روژه نه م اتیږي

البته که د غوږ پرده د مرض یا د بل څه له امله سورۍ شوې وي نو په دوا یا په اوبو اچولو سره بیا روژه هم ماتیږي .


الدلیل علی ذلک :

واکثر مشایخنا رحمهم الله تعالی علی ان العبرة للوصول حتی اذا علم ان الدواء الیابس وصل الی جوفه فسد الصوم ، واذا علم ان الرطب لم یصل الی جوفه لا یفسد صومه عنده ، الا ذکر الیابس والرطب بناء علی العادة .

المبسوط لل امام السرخسي ، ټوک : ۳ ، مخ : ۶۸ .

وکذا فی الدرالمختار مع ردالمحتار : ټوک : ۲ ، مخ : ۴۰۲

ههنا ثلاثة اصول اتفقت علیها المذاهب الاربعة ونحتاج الیها فی مناقشة عدة من المنافذ التي لها تعلق بالطب وتشریح الابدان وهی کما تلي :

الاصل الاول : اتفقت المذاهب الاربعة علی ان المفطر انما یحصل اذا وصل الشئ المفطر اذا وصل الی الجوف المعتبر من المنفذ المعتبر، ولا فطر اذا لم یصل الیه ولا اذا وصل الیه من منفذ غیر معتبر .

الاصل الثاني : ان کل یقبة او فتحة فی ظاهر الجسم لیس لها مسلک الی الجوف المعتبر فی الصیام ، لا مباشرة ولا بواسطة قناة او جوف اخر ، فهی منفذ غیر معتبر فی المذاهب الاربعة . سواء فتحة خلقیة او غیر خلقیة فلا یفسد الصوم عند احد بما یدخل الی باطن الجسم بمثل هذا المنفذ ولا اعلم فیه خلاف ، وهو الموفق للقیاس …..

الاصل الثالث : ان الثقبات والفتحات التي توجد فی ظاهر الجسم الی باطنه ، فمنها ماهی ظاهرة النفوذ الی الجوف المعتبر کالفم والانف والدبر فلا یحتاج فیها الی رأی الطب .

ومنها ماهی نفوذها وعدم نفوذها الی الجوف المعتبر خفاء . فالجزم بانها نافذة الیه ام لا ؟ ………..

الأذن عند جمیع الحنفیة والاحلیل عند ابي یوسف رحمه الله ففیه اشکال من حیث الطب الحدیث ، فانه ینکر نفوذها الی الحلق او المعدة اوالامعاء ………

المقالات الفقهیة ، مخ : ۱۱۰ – ۱۱۴ -۱۴۳ ، ضابط مفطرات الصوم فی المذاهب الاربعة .



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close