روژه او اعتکاف

په کوم هېواد کې چې میاشت ولېدل شي اوسیدونکي به یې روژه نیسي  !

د فتوې شمېره (۲۲۹ )

پوښتنه :

گرانہ محترمہ پوشتنہ لرم مونږه پہ ترکیه کې مسافر یو او سعودي اعلان وکړ چې سبا روژہ نہ دہ بلکې د پنجشنبی په ورځ دہ ، او دلتہ ترکیې ملایان تراویح هم وکړې ، چی سبا چهارشنبې په ورځ روژہ دہ . نو د حل لارہ یی څہ دہ مونږه د چہارشنبی روژہ ونیسو کنہ ؟


الجواب وبالله التوفیق :

که په ترکیه کې میاشت لېدل شوې وي او حکومت اعلان هم وکړي خو په سعودې کې میاشت نوې لیدل شوې نو د ترکیې اعلان سره روژه نیولی شئ .


الدلیل علی ذلک :

فمن شهد منکم الشهر فلیصمه ( البقرة ۱۸۵)

المراد الجمع الذي یحصل بخبرهم غلبة الظن وهو مفوض الی رأی الامام من غیر تقدیر عدد وهو الصحیح والعالم الثقة فی بلدة لا حاکم فیه قایم مقامه .

عمدة الرعایة علی هامش شرح الوقایة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۳۰۹ کتاب الصوم بیان رویة الصوم



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close