زکات،سرسايه اوعشر

په عشر کې د غنمو په ځای قیمت ورکول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۲۳۰)

پوښتنه :

که دهقان د خپل فصل په عشر کې د غنمو په ځای قیمت یې مستحق ته ورکړي او غنم ځان سره کېږدي نو دا جایز ده او کنه ؟ که روا وي نو په کومو شرایطو باندې ؟


الجواب وبالله الوفیق :

عشر ادا کونکي ته بغیر د قید شرط نه اختیار دی که ورته د جنس په ورکولو کې اسانتیا وي نو جنس دې ورکړي او که په قیمت ورکولو کې ورته اسانتیا وي نو قیمت دې ورکړي .

لهذا که دهقان د جنس ( که غنم وي یا بل شی ) په ځای قیمت مستحقینو ته ورکړي روا ده ، بلکې بهتره هم دا ده چې قیمت یې ورکړي .


الدلیل علی ذلک :

وجاز دفع القیمة في زکاة وعشر وخراج الخ

الدرالمختار مع رد المحتار ټوک ۲ مخ ۲۸۵

ان اداء القیمة افضل من عین المنصوص علیه ، وعلیه الفتوی .

الفتاوی الهندیة ټوک ۱ مخ ۱۹۲ الباب الثانی من صدقة الفطر



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close