زکات،سرسايه اوعشر

صدقة الفطر ( سرسایه ) پر چا واجب ده ؟

د فتوې شمېره (۲۳۳)

پوښتنه :

که د صدقة الفطر په اړه لږ معلومات نشر کړئ ځکه چې ډېر خلک ترې ناخبره دي  ( چې په چا واجب ده او په چا واجب نه ده ) ؟

المستفتي : مومن احرار


الجواب وبالله التوفیق :

سرسایه په هر هغه مسلمان ( نر وي که ښځه ) واجب ده  چې د زکات د نصاب مالک وي  یا د حاجت اصلیة نه زیات دومره مال یا د کور سامان ورسره وي چې دوه پنځوس نیمې تولې سپینو زرو ته یې قیمت رسیږي  .

د نابالغ اولاد لخوا به هم پلار یا د کور مشر سرسایه ورکوي .

یادونه : که د کور مشر د ټولې کورنۍ لخوا سرسایه ورکول وغواړي ورکولی یې شي .


الدلیل علی ذلک

یخرج ذلک عن نفسه لحدیث ابن عمر رضی الله عنهما قال : فرض رسول الله صلی الله علیه وسلم زکوة الفطر علی الذکر والانثی .

الهدایة ټوک : ۱ مخ : ۱۹۰ .

وهی واجبة علی الحر المسلم المالک لمقدار النصاب فاضلا  عن حوائجه الاصلیة ، ولا یعتبر فیه وصف النماء ….. ولایؤدي عن زوجته ولا عن اولاده الکبار وان کانوا فی عیاله ولو ادی عنهم او عن زوجته بغیر امرهم اجزاهم استحسانا کذا فی الهدایة …. وتجب عن نفسه وطفله الفقیر کذا فی الکافي … والاصل ان صدقة الفطر متعلقة بولایة والمؤنة ، فکل من کان علیه ولایته ومؤنته ونفقته فانه تجب علیه صدقة الفطر فیه والا فلا …

الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۹۳

وکذا فی الشامي ، ټوک : ۲ ، مخ : ۹۸ ، باب صدقة الفطر



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close