
روژه او اعتکاف
د ډېرې تندې له امله روژه ماتول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۲۳۴)
پوښتنه :
که څوک په روژه کې دومره تږی شي چې نور مړ کیږي نو روژه ماتولی شي او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
که څوک د روژې په حالت کې دومره تږی شي چې د ډېرې تندې له امله مړ کیږي ، یا کوم تکلیف یا د مرض پیدا کېدو خطره ( وېره ) وي ، نو روژه دې ماته کړي وروسته دې یوه قضا روژه ونیسي .
او که چا ته زیاته تنده نوي لږېدلې او روژه ماته کړي نو بیا پرې قضا او کفاره (۶۰ روژې ) دواړه لازم دي .
الدلیل علی ذلک :
الباب الخامس فی الاعذار التي تبیح الافطار :
ومنها العطش والجوع کذلک اذا خیف منهما الهلاک او نقصان العقل ….. وخشیت الهلاک بالصوم .
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۰۷ ، کتاب الصوم ، الباب الخامس
اکل او شرب عمدا غذاء او دواء قضی وکفر .
البحر الرایق ، ټوک ۲ ، مخ : ۲۷۶ ، کتاب الصوم .