متفرق مسا‌‌ئل

ایا د اودس کولو نه وروسته د ډوډۍ لپاره بیا لاسونه مېنځل ضروري دي ؟

د فتوې شمېره (۲۳۷)

پوښتنه :

که څوک اودس وکړي او په دې وخت کې ډوډۍ هم تیاره شي ، اوس به بیا لاسونه پرېمنځي او که هماغه پرېمنځل ورته کافي دي ؟ مننه د ځواب په هیله .

پوښتنونکی : عبدالسلام


الجواب وبالله التوفیق :

ډوډۍ څخه مخکې لاسونه پرېمنځل ځانته ( مستقل) سنت دي ، د اودس یا غسل کونکي لاس پرېمنځلو سره د ډوډۍ سنت نه ادا کیږي ، بلکې د ډوډۍ لپاره بیا لاسونه پرېمینځل سنت دي  .


الدلیل علی ذلک :

أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ أَحَبَّ أَنْ يُكْثِرَ اللَّهُ خَيْرَ بَيْتِهِ، فَلْيَتَوَضَّأْ إِذَا حَضَرَ غَدَاؤُهُ، وَإِذَا رُفِعَ»

سنن ابن ماجه ، مخ : ۲۳۵ ، ابواب الاطعمة ، باب الوضوء قبل الطعام وبعده

من السنة غسل الأیدي قبل الطعام وبعده

الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۵ ، مخ : ۳۳۷ ، الباب الحادی عشر…



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close