حج او عمره

د عمرې په ویزه باندې حج کول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۲۳۸)

پوښتنه :

نن سبا زیاتره خلک د عمرې ویزه واخلي ، کله چې عمره ادا کړي نو هلته ځان د حج ورځو پورې پټ کړي بیا حج ادا کړي ایا داسې کول جواز لري ؟ او په دې ډول حج ادا کیږي او کنه ؟


الجواب وبالله التوفیق :

قانون د خلکو د فایدې لپاره وضع شوی وي ، د عمرې په ویزه باندې حج کول له قانون څخه سرغړونه او دوکه ده ،  باید داسې کار څوک ونه کړي ، کېدایشي په داسې کړنو سره نور حاجیان له ستونزو سره مخ شي .

البته که څوک د عمرې کولو نه پس پاتې شي او حج ادا کړي فرضي حج یې ادا کیږي .


الدلیل علی ذلک :

یایها الذین امنوا اطیعو الله و اطیعوا الرسول واولی الامر منکم . سورة النساء۵۹

عن ابن عباس رضی الله عنهما : واولی الامر منکم ) یعنی اهل الفقه والدین .

…. والظاهر والله اعلم ان الایة فی جمیع اولی الامر من الامراء والعلماء ….

تفسیر ابن کثیر ، ټوک : ۲ ، مخ ، ۳۴۵ ، رقم الایة : ۵۹

واما الفقیر ای الحقیقی وهو من لیس له مال ومن بمعناه … اذا حج سقط عنه الفرض ان نواه ای الفرض فی احرام حجه او اطلق النیة …. حتی لو استغنی … بعد ذلک ای بعد اداء الحج بغیر استطاعة لا یجب علیه ثانیا ای فی المآل . …

ارشادالساري ، مخ : ۸۸ ، باب شرائط الحج ، النوع الرابع …

فقط والله تعالی اعلم بالصواب



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close