حج او عمره

که په چا باندې په عمره کې د حج ورځې راشي ، حج پرې فرض کیږي او کنه ؟

د فتوې شمېره (۲۳۹ )

پوښتنه :

زمونږ خپلوان د روژې په یو ویشتمه عمرې ادا کولو لپاره مکې ته ولاړل ، هلته یې پنځلس ورځې تېرې کړې ، په دې کې د شوال پنځه ورځې هم راځي ، یوه ملا صاحب ورته وویل : چې پرتاسو باندې حج فرض شو تاسې به حج ادا کوئ ځکه چې په تاسو باندې په مکه مکرمه کې د حج ورځې راغلي دي .

حال داچې دوی ته په مکه کې قانونا صرف د ۱۵ ورځو تېرولو اجازه وي ، اوس په دوی باندې رښتیا هم حج فرض شو او کنه ؟ ځواب راکړئ . مننه

پوښتونکی : برکت الله


الجواب وبالله التوفیق :

که څوک عمرې ته د روژې په میاشت کې ولاړ شي او هلته  د شوال میاشت پرې راشي خو قانونا ورته د نور وخت تېرولو اجازه نه وي ، یا ورته اجازه وي خو دومره پیسې نه لري چې حج پرې ادا کړي او په کور کې هم دومره سرمایه نه لري چې له کوره بېرته د حج ادا کولو لپاره پرې لاړ شي  نو په دې درې واړو صورتونو کې حج پرې نه فرض کیږي .

او که د وخت تېرولو اجازه ورته وي او دومره روپۍ هم ورسره وي چې حج پرې ادا کړي یا له کوره بېرته د حج ادا کولو لپاره تللی شي نو بیا پرې حج فرض ګرځیږي .

یادونه : که چا مخکې فرضي حج ادا کړی وي او هلته ورباندې د حج ورځې راشي نو حج ورباندې په هیڅ صورت کې نه فرض کیږي .


الدلیل علی ذلک :

والفقیر الافاقی اذا وصل الی میقات فهو کالمکی ای حیث لا یشترط فی حقه الا الزاد دون الراحلة ، ان لم یکن عاجزا عن المشی ، وینبغي ان یکون الغنی الافاقی کذلک اذا عدم المرکوب ان ینوی حج الفرض لیقع عن حجة الاسلام ولا ینوی نفلا علی زعم انه فقیر لا یجب علیه الحج ، لانه ماکان واجبا علیه وهو افاقی ، فلما صار کالمکی وجب علیه فلو حج نفلا یجب علیه ان یحج حجا ثانیا ، ولو اطلق یصرف الی الفرض ..

ارشاد الساری ، مخ : ۵۷ ، باب شرائط الحج ، النوع الاول ، الشرط السادس

السابع من شرائط الوجوب الوقت : وهو اشهر الحج … وهو عندنا شوال و ذوالقعدة وعشرة ایام من ذی الحجة …. او وقت خروج اهل بلده ، ان کانوا یخرجون قبلها ، فلا یجب الا علی القادر فیها او فی وقت خروجهم .

ارشادالساری ، مخ : ۶۷ ، باب شروط الحج ، النوع الاول ، الشرط السابع .

وکذا فی درالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۴۶۵ ، کتاب الحج .



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close