متفرق مسا‌‌ئل

د ضرورت په وخت کې بل چاته وینه ورکول څّه حکم لري ؟

د فتوې شمېره ( ۲۴۰)

پوښتنه :

کله کله یو رنځور ته د وینې ضرورت پېښیږي که وینه ور نه کړی شي رنځور د مرګ سره مخ کیږي ، اوس پوښتنه داده چې رنځور ته د ضرورت په وخت کې وینه ورکول څه حکم لري ؟


الجواب وبالله التوفیق :

شرعا د یو انسان له وینې یا له اندام څخه ګټه اخیستل جواز نه لري ، که چېرته رنځور پرته د وینې ورکولو څخه نه جوړیږي ، بیا ورته د بل انسان وینه ورکول جواز لري .

البته د وینې خرڅول یا یې کاروبار کول مطلقا حرام دی .


الدلیل علی ذلک :
حرمة الانتفاع باجزاء الادمي لکرامته . الهدایة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۴۱ ، کتاب الطهارة .

ویجوز للعلیل شرب الدم والبول واکل المیتة للتداوي اذا اخبر طبیب مسلم ان شفاعته فیه ، ولم یجد من المباح ما یقوم مقامه .

الفتاوی العالمګیرية ، ټوک : ۵ ، مخ :۳۵۵ ، کتاب الکراهیة ، الباب الثامن عشر ..

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close