حج او عمره

آیا ماشومان حج ته تللی شي؟

(فتوا شمیره:100)

پوښتنه:

آیا حج ته ماشومان تللی شي کنه؟

 (پوښتنه کونکی: جمعه ګل)

نابالغه ماشومان په احکامو مکلف نه دي ددې وجې که یو نیک عمل شروع کړي سرته رسول هم ورباندې فرض نه دي البته دغه ماشوم چې څومره نیک اعمال کوي اعمال یې صحیح دي او نفلي حسابیږي لکه لمونځ ، روژه یا تلاوت وغیره او الله تعالی به دده مور او پلار ته اجر ورکوي.

دغه شان حج ته ماشومان هم تللی شي او مور او پلار ته به یې الله تعالی اجر ورکوي. خو که ماشوم حج وکړي او بیا وروسته دبلوغ نه مالداره شي نو دویم ځل حج ورباندې فرض دی او مخکینی حج یې نفلي دی.

في صحيح مسلم:

 عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ : رَفَعَتْ امْرَأَةٌ صَبِيًّا لَهَا فَقَالَتْ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَلِهَذَا حَجٌّ قَالَ نَعَمْ وَلَكِ أَجْرٌ . رواه مسلم



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close