حج او عمره

په ګوزڼ ( فالج ) وهل شوي سړي باندې حج شته او کنه ؟

د فتوې شمېره (۲۴۲)

پوښتنه :

که له چا سره دومره روپۍ وي چې حج پرې ادا کړي خو ګوزڼ ( فالج ) وهلی دی ، په کټ باندې پروت دی ، ګرځېدلی نه شي نو اوس په ده باندې حج شته او کنه ؟ د ځواب په هیله .


الجواب وبالله التوفیق :

که څوک ګوزڼ وهلی وي ، حج هم پرې فرض وي او په خپله حج نه شي ادا کولی نو دی به حج بدل کوي ( بل څوک به حج ته لېږي ترڅو د ده له طرفه حج ادا کړي )

نو که په ژوند کې له مرض څخه جوړ شو بیا به حج ادا کوي او که جوړ نه شو حج بدل ورته کافي دی .


الدلیل علی ذلک :

ومنها: العجز المستدام من وقت الإحجاج إلى وقت الموت، فإن زال قبل الموت لم يجز حج غيره عنه؛…..وعلى هذا يخرج المريض أو المحبوس إذا أحج عنه أن جوازه موقوف إن مات – وهو مريض أو محبوس – جاز وإن زال المرض أو الحبس قبل الموت لم يجز

بدایع الصنایع ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۱۳ ، باب نبات الحرم   

العجز المسدام من وقت الاحجاج الی وقت الموت … ان استمر عذره … الی الموت جاز وان زال عذره … وجب علیه الاداء بنفسه ای المباشرة بفعله وظهرت نفلیة الاول …

 ارشاد الساري ، مخ ۶۱۲-۶۱۳ ؤ، باب الحج عن الغیر ، فصل فی شرائط جواز الاحجاج .



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close