نکاح ، طلاق او کورني مسائل
په ژبه ګونګي سړي نکاح څنګه تړل کیږي ؟
د فتوې شمېره ( ۲۴۳)
پوښتنه :
که څوک ګونګی وي خبرې نه شي کولای ، د هغه نکاح څنګه تړل کیږي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
که ګونګی لیکل کولای شي نو د نکاح قبولیت به په لیکلې بڼه کوي او که لیکل نه شي کولای نو په سر خوځولو یا اشاره کولو سره یې هم نکاح سهي کیږي .
الدلیل علی ذلک
“وإذا كان الأخرس يكتب كتابا أو يومئ إيماء يعرف به فإنه يجوز نكاحه وطلاقه وعتاقه وبيعه وشراؤه
الهدایة ، ټوک ۴ ، مخ : ۵۴۹ ، مسائل شتی
وکذا فی قرة عین الاخیار لتکملة ردالمحتار ، ټوک : ۸ ، مخ ۲۳۸ ، کتاب الاقرار .