
نکاح ، طلاق او کورني مسائل
د عیسایانو سره نکاح کول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۲۴۴)
پوښتنه :
مونږ دلته په لندن کې اوسېږو زیاتره د عیسایانو مېرمنو سره د نکاح کولو نوبت راځي ، ایا مونږ مسلمانانو ته د دوی سره نکاح کول جواز لري ؟ د ځواب په هیله
الجواب وبالله التوفیق :
د نن سبا عیسایان زیاتره اسماني دین ، خپل مذهب او خدای جل جلاله نه مني ، د اخرت د ورځې ، جنت او دوزخ څخه منکر دي او په عقیده کې دهریان دي ، له دې امله له دوی سره نکاح کول جایز نه ده .
البته که کومه یوه عیسایۍ یا عیسایي په خپل مذهب ټینګ ولاړ وي ، خدای ، رسول او اسماني کتاب مني نو په شرعي طریقې سره د دوو ګوهانو په شتون کې نکاح ورسره سهي کیږي . خو بیاهم که نکاح ورسره ونه شي بهتره ده تر څو ستا خپلې عقېدې ته زیان ونه رسوي .
الدلیل علی ذلک :
الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَهُمْ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكُمْ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ( المائده ۵ )
(وصح نکاح کتابیۃ) وان کرہ تنزیھا (مؤمنۃ بنبی )مرسل (مقرۃ بکتاب) منزل وان اعتقدوا المسیح الٰھا ۔ و فی الشامیۃ (قولہ مقرۃ بکتاب) فی النھر عن الزیلعی ، واعلم ان من اعتقد دینا سماویا ولہ کتاب منزل کصحف ابراہیم وشیث وزبور داؤد فھو من اھل الکتاب ،فتجوز مناکحھم۔)
الدر المختار , ټوک : ۳، مخ : ۴۵