طهارت او لمونځ

په کوم ځای کې دوه نیم زره نفوس وي هلته د جُمعې لمونځ سهي کیږي !

د فتوې شمېره (۲۴۵)

پوښتنه :

که چېرته امام په قريه صغيره کې د جُمعې لمونځ د قایمولو حکم ورکړي آيا خلک دجُمعې لمونځ په دې قريه صغيره کې ادا کولاى شي اوکنه ؟
والسلام ستاسو د ځواب په هيله .
پوښتونکی : عارف الله عارف


الجواب وبالله التوفیق :
په کوم ځای کې چې دوه نیم زره نفوس ( سړي ، مېرمنې ، واړه ماشومان او غټان ) ژوند کوي او هلته د ضرورت اساسي شيان هم ترلاسه کېدای شي ، نو په هغه ځای کې د جُمعې لمونځ جایز ده . او چيرته چې دا شرائط موجود نه وي ، په هغه ځای کې دجُمعې لمونځ جایز نده .
نو که په دې کلي کې دا شرایط شتون ولري او امام د جُمعې لمونځ د ادا کولو امر کړی وي ، نو په کې د جُمعې لمونځ ادا کول سهي دي او که دغه شرایط پکې موجود نه وي بیا په کې د جُمعې لمونځ هم نه سهي کیږي .


الدلیل علی ذلک :
ویشترط لصحتها سبعة اشیاء . الاول المصر….
وقال الشامي رحمه الله : عن ابی حنیفة رحمه الله انه بلدة کبیرة فیها سکک واسواق ولها وساتیق وفیها وال یقدر علی انصاف المظلوم من الظالم وبحشمته وعمله او علم غیر یرجع الناس الیه فیما یقع من الحوادث وهذا هو الاصح.
الدرالمختار مع رد المختار ، ټوک: ۲خ : ۱۳۷ ، کتاب الصلاة ، باب الجمعة .



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close