ذبحه،قرباني،عقيقه

په حلال شوي څاروي کې ۷ شیان حرام دي !

د فتوې شمېره (۲۴۶)

پوښتنه :

په حلال شوي څاروي کې هغه کوم شیان دي چې خوراک یې نه دی جایز ؟ مننه د ځواب په هیله .

پوښتونکی : برکت الله


په هر حلال شوي څاروي کې د اوه (۷) شیانو خوراک حرام (مکروه تحریمي ) دی .

لاندې په ترتیب ذکر شوي دي :

۱: روانه وینه ( کومه چې د حلالې په وخت کې ووځي )

۲ :  د ماده څاروي د تشو متیازو ځای .

۳ : ذکر ( د نر څاروي د متیازو ځای )

۴ : خصتین ( د نر څاروي هګۍ)

۵: مثانه

۶ : غدود : حرام مغز (په مرۍ او غوښه کې يو قسم دانه غوندی وي )

۷ : تریخی ( د ترخو اوبو کڅوړه )


الدلیل علی ذلک :

عَنْ مُجَاھِدٍقَالَ کَانَ رَسُوْلُ اللّٰہِ صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَسَلَّمَ یَکْرَہُ مِنَ الشَّاۃِ سَبْعًا،اَلدَّمَ وَالْحَیَائَ وَالْاُنْثَیَیْنِ وَالْغُدَّ وَالذَّکَرَ وَالْمَثَانَۃَ وَالْمَرَارَۃَ(مصنف عبدالرزاق ټوک : ۴مخ : ۴۰۹

سنن الکبری للبیہقی:ټوک :۱۰، مخ : (۷)



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close