نکاح ، طلاق او کورني مسائل
که څوک کوزده شوې مېرمن ته طلاق ورکړي عدت به تېروي او کنه ؟
د فتوې شمېره (۲۴۹)
پوښتنه :
مثلا زینب د احمد په نوم شوې ( یعنې کوزده شوې ) ده ، نکاح یې هم تړل شوې ده خو واده شوې نه ده او خلوت صحیحه ( په کوټه کې ورسره یو ځای والی ) هم نه دی شوی ، د یو څه وخت تېرېدو نه پس د دواړو کورنیو په خپل مېنځ کې اختلافات پیدا شول تر دې چې خبره تر طلاقه راورسېده ، احمد زینب ته درې طلاقه ورکړل . اوس پوښتنه دا ده که احمد بیا له همدغې جینۍ سره واده کول وغواړي نو عدت تېرولو او حلالې کولو ته ضرورت شته او کنه ؟ مننه د ځواب په هیله . پوښتونکی : عبدالحنان
الجواب وبالله التوفیق :
که څوک غیر مدخول بها ( ورسره یو ځای شوی نه وي ) مېرمنې ته یو طلاق ورکړي یا درې طلاقه جدا جدا ورکړي ( ته په ما طلاقه یې ، ته په ما طلاقه یې او ته په ما طلاقه یې ) نو په یو طلاق سره باینه ګرځیږي ( جدا کیږي ) نور دوه طلاقه به پالتو شي ، پرته له حلالې څخه نکاح ورسره سهي کیږي او عدت تېرولو ته هم اړتیا نشته .
او که درې طلاقه یې په یوځای ورکړل ( ته په درې طلاقو سره طلاقه یې ) نو درې طلاقه واقع کیږي ، د خپل مېړه سره یې پرته له حلالې نکاح نه سهي کیږي او عدت به هم تېروي .
الدلیل علی ذلک :
يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِناتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ فَما لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَها فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَراحاً جَمِيلاً (49) سورة الاحزاب
وَإِذا طلق الرجل امْرَأَته ثَلَاثًا قبل الدُّخُول بهَا وقعن عَلَيْهَا فَإِن فرق الطَّلَاق بَانَتْ بِالْأولَى وَلم تقع الثَّانِيَة وَالثَّالِثَة
الهدایة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۷۱ ، فصل فی الطلاق قبل الدخول