طهارت او لمونځ

د اختر لمونځ په عیدګاه کې غوره دی او که په مسجد کې ؟

د فتوې شمېره (۲۵۰)

پوښتنه :

ځینې خلک د اختر لمونځ په مسجدونو کې کوي او ځینې یې په عیدګاه کې کوي ، چرته کول یې غوره دي په مسجد کې او که په عیدګاه کې ؟


الجواب وبالله التوفیق :

د اختر لمونځ په عیدګاه یا له کلي څخه د باندې په میدان کې ادا کول سنت او غوره دي ، . البته که ضرورت وي لکه باران ، مرض یا ځای نه وي بیا په مسجد کې هم ادا کیږي .


الدلیل علی ذلک :

عن أبي هريرة، «أنه أصابهم مطر في يوم عيد، فصلى بهم النبي صلى الله عليه وسلم صلاة العيد في المسجد»

سنن ابې داود ، ټوک : ۱ ، مخ : ۳۰۱ ، باب یصلی بالناس العید فی المسجد اذا کان …

 

والخروج إلى الجبانة لصلاة العيد سنّة، وإن كان يسعهم المسجد الجامع على هذا عامة المشايخ.

المحیط البرهاني ، ټوک : ۲ ، مخ : ۱۰۰ ، الفصل السادس والعشرون



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close