ذبحه،قرباني،عقيقه

که د اختر په ورځو کې شک وي په دویمه ورځ قرباني کول پکار ده !

د فتوې شمېره (۲۵۳)

پوښتنه :

که کوم ځای کې د خلکو په مېنځ کې شک پیدا شي ، ځینې خلک وایي نن د اختر دویمه ورځ ده او ځېنې نور بیا وایي چې نن یې دریمه ده ، نو په دریمه ورځ قرباني کول جواز لري او  کنه ؟


الجواب وبالله التوفیق :

که د اختر په ورځو (ایام نحر) کې شک پیدا شي ، نو قرباني دریمې ورځې ته ساتل نه ده په کار ، بلکې په دویمه ورځ یې قرباني په کار ده .

او که په دریمه ورځ یې قرباني وکړه ، نو د قربانۍ ټوله غوښه په غریبانو باندې تقسیمول مستحب ده ، پخپله یې خوراک نه ده پکار .


الدلیل علی ذلک :

و‌اذا شک في یوم الاضحی ، فالمستحب أن لا یؤخر الی یوم الثالث ، فان اخر یستحب ان لا یأکل منه و یتصدق بالکل .

الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۵ ، مخ : ۲۹۵ ، کتاب الاضحیة ، الباب الثالث .



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close