حج او عمره
په حج کولو سره کوم ګناهونه معاف کیږي ؟
د فتوې شمېره (۲۵۴)
پوښتنه :
په حدیث شریف کې راځي څوک چې حج ادا کړي ، ټول ګناهونه یې معاف شي ، له دې څخه کوم ګناهونه مراد دي ؟ واړه او که غټ ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په حج سره واړه ګناهونه او هغه حقوق الله ( دالله حقونه ) چې قضا نه لري معاف کیږي ، پاتې شو حقوق العباد ( د بندګانو حقونه ) او هغه حقوق الله چې قضا ولري لکه لمونځ ، روژه او داسې نور په حج ادا کولو سره نه معاف کیږي ، کبیره ګناهونه امید دی چې معاف شي .
الدلیل علی ذلک :
هل الحج يكفر الكبائر؟ قيل نعم كحربي أسلم، وقيل غير المتعلقة بالآدمي كذمي أسلم. وقال عياض: أجمع أهل السنة أن الكبائر لا يكفرها إلا التوبة، ولا قائل بسقوط الدين ولو حقا لله تعالى كدين صلاة وزكاة، نعم إثم المطل وتأخير الصلاة ونحوها يسقط، وهذا معنى التكفير على القول به،
الدرالمختار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۷۶ ، مطلب فی تکفیر الحج الکبایر .