عقائداوفرقې

د کافرې مېرمنې سره واده کولو په خاطر ځان ته عیسایي ویل کفر دی ؟

د فتوې شمېره (۲۵۶)

پوښتنه :

نن سبا زیات خلک خارجي کفري ملکونو ته ځي ، د کافرې مېرمن سره د واده کولو په خاطر ځان کافر ښکاره کړي او ورته وایي چې زه عیسایي یا یهودي یم ، حال دا چې په زړه کې یې ایمان وي ، دا هم کېدایشي چې کافره ځان سره مسلمانه کړي ، ایا داسې کول جواز لري ؟


الجواب وبالله التوفیق :

د څه غرض لپاره ( هغه که شرعي غرض وي او که دنیاوي وي)  ځان کافر ښکاره کول لوی جرم دی ، سړی ورسره کافر کیږي .

اګر که څوک د یوې دقیقې یا د یوې ورځې لپاره د کفر اراده وکړي ، د ټول عمر لپاره کافر کیږي او ټول نېک اعمال یې ختمیږي .

لهذا د کفر اظهار هېڅ کله نه دی په کار ، اګر که دا یې یقین وي چې له واده کولو نه وروسته به دغه مېرمن مسلمانه شي .


الدلیل علی ذلک :

من کفر باللسان وقلبه مطمئن بالایمان ، فهو کافر ولیس بمؤمن عندالله .

شرح فقه الاکبر ، مخ : ۱۶۵ ، فصل في ایراد الفاظ المکفرة

من قصد کفرا ساعة او یوما فهو کافر في جمیع العمر .

البحرالرایق ، ټوک : ۵ ، مخ : ۲۰۸ ، کتاب السیر، باب احکام المرتدین .



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close