نکاح ، طلاق او کورني مسائل
مېرمن به له چا څخه پرده کوي او محرم یې څوک دی ؟
د فتوې شمېره (۲۵۸ )
پوښتنه :
د مېرمنې محرم څوک ، څوک دي ، د چا څخه به پرده کوي او له چا څخه به یې نه کوي ؟ مننه ، د ځواب په هیله .
الجواب وبالله التوفیق :
د چا سره چې د مېرمنې نکاح د همېش لپاره نه سهي کیږي هغوی یې محرم دي لکه : پلار ، نیکه ، زوی ، لمسی ، ورور ، وراره ، تره ، ماما ، خسر ، رضاعي وروڼه او خویندې ، له دوی څخه به پرده نه کوي .
او د چا سره یې چې نکاح سهي کیږي هغوی نامحرم دي ، له هغوی څخه به په کلکه پرده کوي .
الدلیل علی ذلک :
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهاتُكُمْ وَبَناتُكُمْ وَأَخَواتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخالاتُكُمْ وَبَناتُ الْأَخِ وَبَناتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهاتُكُمُ اللاَّتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَواتُكُمْ مِنَ الرَّضاعَةِ وَأُمَّهاتُ نِسائِكُمْ ….الأية
سورة النساء (۲۳)
قَوْله تَعَالَى {وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ} [النور: 31] الْآيَةَ
والمحرم من لا تجوز المناكحة بينه وبينها على التأبيد بنسب كان أو بسبب كالرضاع والمصاهرة
الهدایة ، ټوک ۴ ، مخ : ۳۷۰ ، فصل في الوطی والنظر واللمس