قسم او نذرمنل

که څوک ووایي:(که ما دا کار وکړ کافر به یم) بیا هماغه کار وکړي ، حکم یې څه دی ؟

د فتوې شمېره (۲۵۹)

پوښتنه :

ځینې خلک په خپلو خبرو کې د ټینګار لپاره وایي چې : که ما دا کار وکړ زه به کافر یم او بیا هماغه کار وکړي ، په دې سره کافر کیږي او کنه ؟ مننه


الجواب وبالله التوفیق :

که څوک ووایي (که ما دا کار وکړ کافر به یم) او بیا هماغه کار وکړي ، په دې سره نه کافر کیږي ، البته د قسم کفاره به ادا کوي .

داسې قسمونه خوړل سخته ګناه ده ، باید ځان ترې وساتل شي .


الدلیل علی ذلک :

” وإن قال إن فعلت كذا فهو يهودي أو نصراني أو كافر يكون يمينا “

الهدایة ، ټوک ۲ ، مخ : ۳۱۹ ، مدخل .

 

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close