ذبحه،قرباني،عقيقه

د شیعه ګانو د لاس د ذبیحې حکم څه دی ؟

د فتوې شمېره (۲۶۷)

پوښتنه :

د شیعه ګانو د لاس ذبیحه حلاله او که حرامه ده ؟


الجواب وبالله التوفیق :

کوم شیعه ګان چې د دین له ضروي امورو څخه منکر وي لکه ( علی رضی الله عنه ته د الله یا د نبی نسبت کول ، شیخینو ( ابوبکر الصدیق او عمربن الخطاب رضي الله عنهما ) باندې لعنت ویل ، په عایشې رضی الله عنها باندې بهتان لګول یا په قرآن کریم کې د تحریف عقیده لرل العیاذ بالله )داسې شیعه ګان کافران دي او د لاس ذبیحه یې حرامه ده .

او که د دین له ضروري امورو څخه منکر نه وي بیا یې ذبیحه حلاله ده .


الدلیل علی ذلک :

ثم من المعلوم ضرورة أن قذف أم المؤمنين عائشة – رضي الله تعالى عنها – كفر سواء كان سرا أو جهرا،

ردالمحتار الی در المختار ، ټوک : ۴ ، مخ : ۴۴ ، باب حد القذف

الرافضي ان کان یسب الشیخین و یلعنهما فهو کافر .

خلاصة الفتاوی ، ټوک : ۴ ، مخ : ۳۸۱ ، کتاب الفاظ الکفر ، الفصل الاول .

ویجب اکفار الروافض في قولهم : … ان جبریل علیه السلام غلط فی الوحی الی محمد صلی الله علیه وسلم دون علی کرم الله وجهه وهؤلا‌ء القوم خارجون عن الاسلام و احکامهم احکام المرتدین .

الفتاوی التتارخانیة ، ټوک : ۵ ، مخ : ۵۳۸ ، کتاب احکام المرتدین



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close