طهارت او لمونځ

تر وتر وروسته نفل په ناسته کول ډېر ثواب لري او که په ولاړه ؟

د فتوې شمېره (۲۶۴)

پوښتنه :

ځینې خلک وایي چې د ماښام یا د ماخوستن د وتر نه وروسته په ناسته دوه رکعته نفل کول ډېر ثواب لري ، له دې امله ډېر خلک د ماښام یا د ماخوستن لمونځ نه وروسته په ناسته دوه رکعته نفل کوي . ایا دا خبره سهي ده ؟


الجواب وبالله التوفیق :

نفل په ولاړه کول پوره ثواب لري ، بغیر له عذر نه په ناسته کولو سره یې ثواب نیمایي کمیږي . له دې امله هر وخت باید نفل په ولاړه وشي .


الدلیل علی ذلک :

عن عمران بن حصین رضي اللّٰہ عنه أنه سأل النبي صلی اللّٰہ علیه وسلم عن صلاۃ الرجل قاعداً، فقال: ’’صلا ته قائماً أفضل من صلاته قاعداً، وصلاته قاعداً علی النصف من صلاته قائماً، وصلاتہ نائماً علی النصف من صلاتہ قاعداً۔ (سنن أبي داؤد، کتاب الصلاۃ / باب في صلاۃ القاعد ۱۸۲ رقم:

ویتنفل قاعداً مع قدرته علی القیام ابتدائً وبنائً… وقد حکی فیه إجماع العلماء  إلی ما قال، وروي البخاري عن عمران بن حصین مرفوعاً: من صلی قائما فهو أفضل، ومن صلی قاعداً فله نصف أجر القائم …، وأما إذا صلاہ مع عجزہ فلا ینقص ثوابه عن ثوابه قائما۔ (البحر الرائق ټوک :۲؍ مخ :۶۲، )



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close