ګروي،سود،وقف

د ګرو شوي موټر څخه استفاده اخیستل څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره (۲۶۸)

پوښتنه :

مثلا خالد په محمود باندې پنځه لکه روپۍ قرض دي ، اوس ورسره نشته ، محمود خالد ته خپل موټر په ګروۍ کې ورکړ ، ورته یې وویل ترڅو چې زه خپلې روپۍ بېرته درکړم ته له موټر څخه استفاده کولی شې . اوس پوښتنه دا ده چې خالد ته له دې موټر څخه استفاده اخیستل روا ده او کنه ؟ محمود اجازه ورکړې ده .


الجواب وبالله التوفیق :

خالد ته له دې موټر څخه هر ډول استفاده اخیستل ناروا او سود دی ، اګر که اجازه یې ورکړې وي .


الدلیل علی ذلک :

وعن عبد الله بن محمد بن أسلم السمرقندي، وكان من كبار علماء سمرقند إنه لا يحل له أن ينتفع بشيء منه بوجه من الوجوه وإن أذن له الراهن، لأنه أذن له في الربا لأنه يستوفي دينه كاملا فتبقى له المنفعة فضلا، فتكون ربا وهذا أمر عظيم

رد المحتار ، ټوک : ۶ ، مخ : ۴۸۲ ، کتاب الرهن

وکذا في مجمع الانهر ، ټوک : ۲ ، مخ : ۵۸۸



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close