
متفرق مسائل
ورک شوی شی په جادو (سحر) سره پیدا کول !
د فتوې شمېره (۲۷۱)
پوښتنه :
که له چا څخه یو قیمتي شی ورک شي ، جادوګر ورته ووایي چې زه یې د سحر په واسطې سره درته پیدا کولی شم ، ایا ده ته جایز دي چې په ساحر باندې شی پیدا کړي ؟
الجواب وبالله التوفیق :
سحر ( جادو ) کول یا په سحر سره شی پیدا کول (کبیره) لویه ګناه او ناروا کار دی .
البته د قرآني ایتونو په وظیفې او دعا کولو سره ( چې اې الله ج ته په خپل قدرت سره زما ورک شوی شی پیدا کړې) پیدا کول جایز دي . امید دی چې الله ج به يې پیدا کړي .
الدلیل علی ذلک :
الکاهن : الساحر ، المنجم اذا ادعی العلم بالحوادث الاتیة فهو مثل الکاهن ….وما یعطی هؤلاء حرام بالاجماع ، کما نقله البغوي ….
شرح الفقه الاکبر ، مخ : ۱۴۹
السحر حرام بلا خلاف بين أهل العلم،
ردالمحتار ، ټوک : ۴ ، ۲۴۰ ، مطلب فی الساحر والزندیق .