طهارت او لمونځ

د خنثی مشکل امامت سهي کیږي او کنه ؟

د فتوې شمېره (۲۷۵)

پوښتنه :

که خنثی مشکل امامت ته مخکې شي لمونځ ورپسې سهي کیږي او کنه ؟


الجواب وبالله التوفیق :

که په خنثی مشکل کې د نارینه نښې زیاتې وي امامت یې سهی کیږي .

که د مېرمنې نښې پکې زیاتې وي یا د مېرمنې او سړي نښې پکې برابرې وي امامت یې سړیو او خپله همجنسو ته نه سهي کیږي ، البته په دې صورت کې یې مېرمنو ته امامت سره له کراهیته جایز دی .


الدلیل علی ذلک :

(ولا يصح اقتداء رجل بامرأة) وخنثى (وصبي مطلقا) ولو في جنازة ونفل على الأصح

(قوله ولا يصح اقتداء إلخ) المراد بالمرأة الأنثى الشامل للبالغة وغيرها؛كما أن المراد بالخنثى ما يشملهما أيضا.…. والخنثى البالغ تصح إمامته للأنثى مطلقا فقط لا لرجل ولا لمثله لاحتمال أنوثته وذكورة المقتدي، ويصح اقتداؤه بالرجل لا بمثله، ولا بأنثى مطلقا لاحتمال ذكورته،

ردالمحتار مع درالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۵۷۶-۵۷۷ ، کتاب الصلاة باب الامامة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close