طهارت او لمونځ

که مسافر امام د دوو رکعتو په ځای څلور رکعته وکړي !

د فتوې شمېره (۲۷۵)

پوښتنه :

یو مسافر سړی جمعې ته مخکې شو مقتدیان ځینې مسافر او ځینې مقیم ول ، امام چې لومړۍ ناسته وکړه سهوا دریم رکعت ته هم پاسېده او څلور رکعته یې وکړل اوس د امام او مقتدیانو لمونځ سهي کیږي او کنه ؟


الجواب وبالله التوفیق :

که مسافر امام سهوا د دوو رکعتو په ځای څلور رکعته وکړي ، او په اخره کې سجده سهوه هم وکړي نو د امام او د مسافر مقتدیانو لمونځ سهي شو ، د مقیم مقتدیانو لمونځ باطل شو بیا به یې له سره کوي ، او که مقیم مقتدیان اخرني دوه رکعته ځان ته وکړي (په امام پسې له اقتدا پرته یې وکړي ) نو د دوی لمونځ هم سهي کیږي .

که امام په اخره کې سجده سهوه ونه کړي یا لومړۍ ناسته ( قاعده ) ترې پاتې شي نو سره له امامه د ټولو مقتدیانو لمونځ باطل شو .


الدلیل علی ذلک :

(قوله لم يصر مقيما) فلو أتم المقيمون صلاتهم معه فسدت لأنه اقتداء المفترض بالمتنفل ظهيرية أي إذا قصدوا متابعته أما لو نووا مفارقته ووافقوه صورة فلا فساد أفاده الخير الرملي

رد المحتار ، ټوک ۲ ، مخ : ‍۳۰ ، باب صلاة المسافر

لو اقتدى مقيمون بمسافر وأتم بهم بلا نية إقامة وتابعوه فسدت صلاتهم لكونه متنفلا في الأخريين،

ردالمحتار ټوک : ۱ ، مخ : ۵۸۲ ، باب الامامة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close