نکاح ، طلاق او کورني مسائل
ایا د جینۍ وکیل همدغه جینۍ ځان ته په نکاح کولی شي ؟
د فتوې شمېره (۲۷۶)
پوښتنه :
که یوه مېرمن په خپله نکاح کولو کې بل سړی د خپل ځان لخوا وکیل جوړ کړي یعنې ورته ووایي چې ته زما لخوا وکیل یې ، ایا دغه وکیل همدغه جینۍ خپل ځان ته په نکاح کولی شي او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په وکالت کې اعتبار الفاظو لره دی ، یعنې که یوه مېرمن سړي ته ووایي چې ( ته زما نکاح خپل ځان سره وکړه ) یا داسې نور الفاظ چې وکیل ته پکې اشاره شوې وي نو وکیل یې ځان ته په نکاح کولی شي .
او که مېرمن داسې ورته ووايي ( زما نکاح د پلانکي یا د بل چا سره وکړه ) یعنې مطلق الفاظ ووایي وکیل پکې یاد نه کړي ، نو وکیل یې ځان ته نه شي په نکاح کولی ، او که ځان ته یې په نکاح کول وغواړي اجازه به ورڅخه اجازه اخلي ، د اجازې پرته یې نه شي په نکاح کولی .
الدلیل علی ذلک :
لِمَا فِي الْمُحِيطِ لَوْ وَكَّلَتْهُ بِتَزْوِيجِهَا مِنْ رَجُلٍ فَزَوَّجَهَا مِنْ نَفْسِهِ لَمْ يَجُزْ؛ لِأَنَّهَا أَمَرَتْهُ بِالتَّزْوِيجِ مِنْ رَجُلٍ نَكِرَةٍ وَهُوَ مَعْرِفَةٌ بِالْخِطَابِ وَالْمَعْرِفَةُ لَا تَدْخُلُ تَحْتَ النَّكِرَةِ وَفِي الْوَلْوَالِجيَّةِ لَوْ قَالَتْ الْمَرْأَةُ زَوِّجْ نَفْسِي مِمَّنْ شِئْت لَا يَمْلِكُ أَنْ يُزَوِّجَهَا مِنْ نَفْسِهِ
البحر الرایق : ټوک ۳ ، مخ : ۱۴۶ ، فصل فی بعض مسائل الوکیل
قلت: ومقتضى التعليل صحة تزويجها: من غيره وينبغي تقييده بالقرينة، وينبغي أنه لو قامت قرينة على إرادة تزويجها منه أنه يصح كما لو خطبها لنفسه فقالت: أنت وكيل في أموري
ردالمحتار ټوک : ۳ ، مخ :۹۹ ، مطلب فی الوکیل والفضولی فی النکاح
وإذا أذنت المرأة للرجل أن يزوجها من نفسه فعقد بحضرة شاهدين جاز
الهدایة ، ټوک : ۲، مخ . ۳۲۲ ، فصل فی والوکالة بالنکاح