ګروي،سود،وقف

یو مزدور ته د قرض له امله کمه مزدوري ورکول !

د فتوې شمېره (۲۷۷)

پوښتنه :

السلام علیکم ورحمة الله محترم مفتي صاحب

بعد له سلامه عرض لرم چې زمونږ د خښتو بټۍ ته دوه قسمه مزدوران کار ته راځي ، یو هغه دی چې عامه ۱۰۰۰ روپۍ دیاړي ورکوو ، دویم قسم هغه دی چې د راتګ په وخت کې لس لکه قرض ورکړو ، کله چې لس لکه روپۍ واخلي نو مزدوري یې د عام مزدورانو په شان نه وي بلکې کمه وي یعنې ۷۰۰ روپۍ ورکوو .

محترم مفتي صاحب د دواړو مزدورانو وضاحت د شریعت له نظره غواړو .

المستفتي : محمدفضل


الجواب وبالله التوفیق :

شرعا له قرض څخه هر ډول ګټه اخیستل ناجایز او حرامه ده .

تاسې کوم مزدور ته چې لس لکه روپۍ قرض ورکړي دي د قرض په وجه د هغه دیاړي له نورو مزدوروانو څخه کمه ورکوئ ، له دې امله تاته ۳۰۰ روپۍ ګټه پاتې کیږي او داسې ګټه اخیستل سود ده  .

لهذا داسې معامله کول نا جایز ده باید ځان ترې وساتل وشي .


الدلیل علی ذلک :

وان شرط ان یواجر داره باقل من اجرتها او علی ان یستاجره دار المقرض باکثر من اجرتها او علی ان یهدی له او یعمل له عملا کان ابلغ کان ابلغ فی التحریم .

اعلا‌ء السنن ، ټوک : ۶ ، مخ : ۵۱۳ ، کتاب الحواله ، باب کل قرض جر نفعا ..

والشرط ان القرض جائز بشرطین :

۱ : ان لایجر نفعا فان کانت المنفعة للداقع ، منع اتفاقا للنهی عنه وخروجه عن باب المعروف…..



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close