
تجارت
په قرض باندې یو شی له خپل قیمت څخه ګران خرڅول !
د فتوې شمېره ( ۲۷۸)
پوښتنه :
زموږ دتیلو پمپ ده , که یو څوک له مۅږ نه په نغدو پیسو تېل اخلي هغه ته مراعت کوم ، بل نفر یې په قرض اخلي په هغه باندې یې یوه روپې قیمته خرڅوم .ځکه تېل په ڋالرو دي او که ڋالر پورته لاړشي تاوان کوم .نو ځکه داکار کوم , په خپله خوښه یې رانه اخلي .کومه گناه خو به نه وي ….؟
الجواب وبالله التوفيق :
يو شي په نغدو پیسو په خپل قیمت خرڅول او په قرض یې په زیاتو پیسو خرڅول جایز دي ، شرعا کومه ګناه نه لري . لهذا ستا لپاره تېل په قرض باندې یوه روپۍ ګران خرڅول جایز دي .
الدلیل علی ذلک :
ألا يرى أنه يزاد في الثمن لأجل الأجل،
الهدایة ، ټوک : ۳ ، ۴۶ ، باب المرابحة والتولیة
وکذا في درالمختار ، ټوک : ۵ ، مخ : ۱۴۲ ، باب المرابحة والتولیة
