ګروي،سود،وقف
په قرض باندې د ګټې غوښتلو یو صورت !
د فتوې شمېره (۲۸۰)
پوښتنه :
السلام علیکم ورحمت الله تعالی وبرکاته
وروره یوه پوښتنه لرم که لږ په تفصیل سره ځواب راکړئ ډېر به خوشحاله شم .
په عربو کې مقیم یم , یو موټر مې واخيست په 5000 دیناره 100دیناره مې بیانه ورکړه , اوس زه داموټر یو شرکت ته حواله کوم , شرکت دبینک نه روپۍ راخلي ماسره عقد لیکي چې داموټر ستا شو په قسطونو , یعنې دمیاشتې به چې هرڅو راځي خو میاشت په میاشت به قسطونه راوړې اصلي مالک دموټر ته خو 5000روپي ورسیدې اوس موټرزما او د شرکت والا شو شرکت یې ماته جمله په 7000روپۍ حسابه وي 7000روپېۍ به زه دمیاشتې هغه زماخوخه ده که په دوه کلوکې یې ورخلاصوم که درې کلونو کې دمیاشتې به لږ لږ ورکوم اخر به موټر زماشي چې قسطونه خلاص شي داخو به سود نه وي دقسط دتاخیر په صورت کی زیادت نشته دجواب په هیله محترمه
الجواب وبالله التوفيق :
په پوښتنه کې ذکر شوی صورت د سود دی . ځکه چې د شرکت ولا چې تا ته ۵۰۰۰ پنځه زره دیناره درکړي او بیا درنه ۷۰۰۰ دیناره په قسطونو کې غواړي ، نو دغه ۲۰۰۰ دیناره زیات غوښتل سود دی .
البته که داسې کار وکړئ چې موټر د شرکت ولا ځان ته واخلي او بیا یې په تا باندې په ۷۰۰۰ روپۍ په قسطونو خرڅ کړي نو جایز دی سود نه راځي .
الدلیل علی ذلک :
قال رسول الله صلی الله علیه وسلم ( کل قرض جر منفعة فهو ربا ) تکملة فتح الملهم ۱/۵۷۵ کتاب المساقات
والشرط ان القرض جائز بشرطین :
۱ : ان لایجر نفعا فان کانت المنفعة للدافع ، منع اتفاقا للنهی عنه وخروجه عن باب المعروف…..
الفقه الاسلامي وادلته : ټوک : ۴ ، مخ : ۵۱۸ ، انواع البیوع ، الفصل الثاني فی القرض