متفرق مسا‌‌ئل

د قرض غوښتلو وخت کې ځان مالداره معرفي کول !

د فتوې شمېره (۲۸۴)

پوښتنه :

ایا د قرض غوښتلو په وخت کې جایز ده جې قرض غوښتونکی ځان غني ( مالدار) معرفي کړي او حال دا چې په حقیقت کې فقیر ( غریب ) وي ؟

پوښتونکی : ناصح جان افغاني


الجواب وبالله التوفیق :

د قرض غوښتلو وخت کې ځان مالداره معرفي کول تر څو هغه قرض درکړي دوکه او دروغ دي .

چاته دوکه ورکول او یا دروغ ویل په شریعت کې عظیمه ګناه ده ، باید ځان ترې وساتل شي .


الدلیل علی ذلک :  

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ” آيَةُ المُنَافِقِ ثَلاَثٌ: إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ “

صحیح البخاري ټوک : ۱ ، مخ : ۱۶ ، باب علامة المنافق

عَنْ أَبِي بَكْرٍ الصِّدِّيقِ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَلْعُونٌ مَنْ ضَارَّ مُؤْمِنًا أَوْ مَكَرَ بِهِ.

جامع الترمذي : باب ماجاء فی الخیانة والغش

(و) كره (النجش) بفتحتين ويسكن: أن يزيد ولا يريد الشراء أو يمدحه بما ليس فيه ليروجه ويجري في النكاح وغيره.

الدرالمختار ، ټوک : ۵ ، مخ : ۱۰۱ ، باب البیع الفاسد



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close