طهارت او لمونځ
غایبانه جنازه کول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۲۸۶)
پوښتنه :
کله چې یو محترم شخصیت وفات شي ، نو په هېواد کې دننه یا له هېواده بهر خلک یې غایبانه جنازه کوي .شرعا د غایبانه جنازې حکم څه دی او شرکت پکې څنګه دی ؟ ځينې خلک نجاشي په دلیل کې پېش کوي ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې غایبانه جنازه کړې وه .
الجواب وبالله التوفیق :
غایبانه جنازه د احنافو او موالکو په اند روا نه ده . باید شرکت هم پکې ونه شي . د نجاشي غایبانه جنازه کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم خصوصیت و او یا ورته په معجزانه ډول د نجاشي جنازه حاضره شوې وه .
که چرته غایبانه جنازه مطلقا جایز وی ، یا یې هر چاته ادا کول روا وای باید له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په نورو صحابه و ( رضوان الله علیهم اجمعین ) هم جنازه کول ثابت وای ، کوم چې په لېرو سیمو کې وفات شوي وو ( لکه جعفر بن ابي طالب رضی الله عنه او داسې نور ، یا کوم صحابه کرام چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مرګ په وخت کې په مدینه منوره کې موجود نه وو، په رسول الله صلی الله علیه وسلم به یې غایبانه جنازه کړې وی .
کله چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او له نورو صحابه کرامو څخه د نجاشي د جنازې پرته بله غایبانه جنازه په صحیح حدیث سره ثابته نه ده ، معلومه شوه چې په نجاشي باندې جنازه د ده صلی الله علیه وسلم خصوصت و ، یا ورته جنازه حاضره کړی شوې وه او بل چاته روا نه ده .
الدلیل علی ذلک :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: «أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَعَى النَّجَاشِيَّ فِي اليَوْمِ الَّذِي مَاتَ فِيهِ خَرَجَ إِلَى المُصَلَّى، فَصَفَّ بِهِمْ وَكَبَّرَ أَرْبَعًا»
صحیح البخاري ، ټوک : ۲ ، مخ : ۷۲ . باب الرجل ینعی الی اهل المیت بنفسه
ففی’’ اعلاء السنن ‘‘عن عمران بن حصین رضی اﷲ عنہ ان النبی صلی اﷲ علیہ وسلم قال: ان اخاکم النجاشی رضی اﷲ عنہ توفی فقومواصلواعلیہ۔ فقام رسول اﷲ صلی اﷲ علیہ وسلم وصفوا خلفہ، فکبر اربعاً وھم لایظنون الاان جنازتہ بین یدیہ ۔رواہ ابن حبان فی صحیحہ کذا فی نصب الرایۃ :۱؍۳۵۵ , ( اعلاء السنن ، ټوک : ۸ ، مخ : ۲۸۳ – ۲۸۶ ، کتاب الجنایز۔
وشرطها أيضا حضوره (ووضعه) وكونه هو أو أكثره (أمام المصلي) وكونه للقبلة
فلا تصح على غائب….. وصلاة النبي – صلى الله عليه وسلم – على النجاشي لغوية أو خصوصية.
(قوله لغوية) أي المراد بها مجرد الدعاء وهو بعيد (قوله أو خصوصية) أو لأنه رفع سريره حتى رآه – عليه الصلاة والسلام – بحضرته فتكون صلاة من خلفه على ميت يراه الإمام وبحضرته دون المأمومين، وهذا غير مانع من الاقتداء فتح. واستدل لهذين الاحتمالين بما لا مزيد عليه فارجع إليه، من جملة ذلك أنه توفي خلق كثير من أصحابه – صلى الله عليه وسلم – من أعزهم عليه القراء، ولم ينقل عنه أنه صلى عليهم مع حرصه على ذلك حتى قال «لا يموتن أحد منكم إلا آذنتموني به فإن صلاتي عليه رحمة له» (قوله وصحت لو وضعوا إلخ)
ردالمحتار علی درالمختار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۰۹ ، باب صلاة الجنازة
وقال أبوحنیفۃ ومالک رحمہما اللّٰہ تعالیٰ: ہٰذا خاص بہ، ولیس ذٰلک لغیرہ، قال أصحابہما: ومن الجائز أں یکون رفع لہ سریرہ فصلی علیہ، وہو یری صلاتہ علی الحاضر المشاہد، وإن کان علی مسافۃ من البعد، والصحابۃ وإن لم یروہ فہم تابعون للنبي صلی اللّٰہ علیہ وسلم، قالوا: ویدل علی ہٰذا أنہ لم ینقل أنہ صلی اللّٰہ علیہ وسلم کان یصلي علی کل الغائبین غیرہ…، ویؤیدہ ما ذکرہ الواحدي بلا إسناد عن ابن عباس رضي اللّٰہ عنہما، قال: کشف النبي صلی اللّٰہ علیہ وسلم عن سریر النجاشي، حتی رآہ وصلی علیہ، وابن حبان عن عمران بن حصین رضي اللّٰہ عنہ، فصلونا خلفہ ونحن لا نری إلا أن الجنازۃ قدامنا، وأجیب أیضاً بأن ذٰلک خاص بالنجاشي؛ لإشاعۃ أنہ مات واستئلاف قلوب الملوک الذین أسلموا في حیاتہ؛ إذ لم یأت في حدیث أنہ صلی اللّٰہ علیہ وسلم، صلی علی میتٍ غائبٍ۔ (أوجز المسالک، کتاب الجنائز، التکبیر علی الجنازۃ , ټوک : ۲ ، مخ : ۲۱۸-۲۱۹ . راجع للتفصیل: عمدۃ القاري، کتاب الجنائز / باب الرجل ینبغي إلی أہل المیت بنفسہ، ذکر ما یستفاد منہ، فرع , ټوک : ۲ ، مخ : ۲۲ ( بحواله کتب النوازل ټوک : ۶ ، مخ : ۷۲)
والله تعالی اعلم بالصواب