طهارت او لمونځ
په محبس کې به بندي تر څو مسافرانه لمونځ کوي ؟
د فتوې شمېره (۲۸۹)
پوښتنه :
که یو څوک بندي شي او ده ته معلومات نه وي ، چې کله به ازادېږم ، امکان لري چې زر ازاد شي ، یا څو میاشتې او کلونه دلته واوسیږي په دې وخت کې به دی تر څو په لمانځه کې قصر کوي ؟ مننه
الجواب وبالله التوفیق :
هغه څوک چې له خپل ځایه څخه د سفر په اندازه لېرې ځای کې ونېول شي ، که یقین یا غالب ګومان یې دا وي چې له پنځلس ورځو څخه مخکې به ازاد شي ، یا شکمن وي کېدایشي له پنځلس کمې یا زیاتې ورځې تېرې کړي او یایې د خلاصون نېټه په نن او سبا کې ځنډیږي ، نو په دې ټولو صورتو کې به مسافرانه لمونځ کوي .
که یقین یې دا وي چې له پنځلس ورځو څخه مخکې خلاصیدی نه شي ، پوره لمونځ به کوي .
د وخت تېرېدو په هکله معلومات د محبس له مسئولینو یا له بلدي خلکو کولی شي .
الدلیل علی ذلک :
والأسیر من المسلمین فی ایدی اهل الحرب هم له قاهرون ، ان أقاموا به فی موضع یریدون او یقیموا به خمسة عشر یوما فعلیه ان یکمل الصلاة وان کان الاسیر لا یرید ان یقیم معهم ، وان کان الاسیر یرید ان یقیم فی موضع خمسة عشر یوما فأخرجوه من ذلک الموضع یریدون مسیرة ثلاثة ایام قصر الصلاة و کذلک الرجل یبعث الیه الخلیفة او الوالی لیؤتی به من بلد الی بلد کانت نیة الاقامة والسفر الی الشخص لا الیه ، لانه مقهور فی ید الشخص وکان کالاسیر فی ایدی الکفار .
الفتاوی التاتار خانیة ، ټوک ۱ ، مخ :۱۳ ، کتاب الصلاة ، الفصل الثاني والعشرون ، نوع اخر فی بیان من لایصیر مقیما بنیة اقامته ….