طهارت او لمونځ

ایا په سود خور امام پسې لمونځ کیږي او کنه ؟

د فتوې شمېره (۲۹۰)

پوښتنه :

زمونو د جومات امام دولتي وظیفه کوي او بانک ته یې لس لکه روپۍ په سود ورکړي دي . ایا په داسې امام پسې زمونږ لمونځ سهي کيږي او کنه ؟


الجواب وبالله التوفیق :

د سود راکړه او ورکړه دواړه حرام دي او سود خور سړي فاسق وي . که رښتیا هم امام سود اخلي ، لمونځ ور پسې نه سهي کیږي . باید داسې امام له امامت څخه لېړې کړی شي اوپه ځای دې بل متقي امام وټاکل شي .


الدلیل علی ذلک :

قال اللّٰہ تعالی: {اَحَلَّ اللّٰہُ الْبَیْعَ وَحَرَّمَ الرِّبٰوا} [البقرۃ: ۲۷۵]

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «اجْتَنِبُوا السَّبْعَ المُوبِقَاتِ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ وَمَا هُنَّ؟ قَالَ: ….. وَأَكْلُ الرِّبَا،

رقم الحديث : ( 2766)

ویکرہ إمامۃ عبد – إلی قولہ – وفاسق … وتکرہ خلف أمرد – إلی قولہ – واٰکل الربوا۔ (شامي  ، ټو ک :  ۲, مخ : ۲۹۸-۲۹۹-۳۰۱

إن إمامۃ الفاسق مکروہۃ تحریماً۔ (طحطاوي علی المراقي ۱۶۴ )



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close