زکات،سرسايه اوعشر

ایا د قرض په روپیو کې زکات شته  ؟

د فتوې شمېره (۲۹۱)

پوښتنه :

پنځه کاله کیږي چې ما یو نفر ته لس لکه افغانۍ په قرض باندې ورکړې دي ، هغه یې په نن او سبا کې ځنډوي ، ایا په دې صورت کې په ما باندې زکات فرض دی ؟


الجواب وبالله التوفیق :

د قرض د روپیو زکات د روپیو په ورکونکي باندې فرض دی . لهذا کله چې روپۍ درکړي د تېرو کلنو زکات به هم ورکوې او څومره روپۍ چې وخت په وخت درکوي په خپل حساب سره د دې روپیو زکات پر تا فرض دی .


الدلیل علی ذلک :

(ومديون للعبد بقدر دينه) فيزكي الزائد إن بلغ نصابا،……..(ولو كان الدين على مقر مليء أو)… (فوصل إلى ملكه لزم زكاة ما مضى)

الدرالمختار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۲۶۴–۲۶۶-۲۶۷، کتاب الزکات

وتجب الزكاة في الدين مع عدم القبض،

بدائع الصنائع ، ټوک : ۲ ، مخ : ۹ ، کتاب الزکوة ، فصل الشرائط التي ترجع الی المال



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close