قسم او نذرمنل

په دروغو د قسم خوړلو کفاره څه شی ده ؟

د فتوې شمېره (۲۹۳)

پوښتنه :

که دچا عادت وي چې په دروغو قسمونه خوري ، یو کار یې کړی نه وي خو دای قسم وخوري چې دا کار ما کړی دی . ایا په داسې سړي باندې کفاره شته ؟


الجواب وبالله التوفیق :

په دروغو قسم خوړل کبیره ګناه ده ، کفاره یې رېښتوني توبه او استغفار دی .

او که څوک داسې قسم وخوري چې زه به دغه کار کوم او بیا یې ونه کړي کفاره پرې لازمیږي ، لسو غریبانو ته به دوه وخته ډوډۍ ورکوي او که د ډوډۍ وس او توان نه لري درې روژې به نیسي .


الدلیل علی ذلک :

قال الله عزَّ وجلَّ: (لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ)

سورة البقرة ( ۲۲۵)

ولو غير فعل أو ترك كوالله إنه حجز الآن في ماض (كوالله ما فعلت) كذا (عالما بفعله أو) حال (كوالله ما له علي ألف عالما بخلافه والله إنه بكر عالما بأنه غيره) وتقييدهم بالفعل والماضي اتفاقي أو أكثري (ويأثم بها) فتلزمه التوبة…..

و) ثالثها (منعقدة وهي حلفه على) مستقبل (آت) يمكنه، فنحو: والله لا أموت ولا تطلع الشمس من الغموس (و) هذا القسم (فيه الكفارة) لآية – {واحفظوا أيمانكم} [المائدة: 89]

الدرالمختار ، ټوک : ۳ ، مخ : ۷۰۸ ، کتاب الأیمان ،



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close