
طهارت او لمونځ
په مسافر امام پسې مقیم مقتدي په پاتې لمانځه کې سهوه شي ، ایا سجده سهوه به کوي ؟
د فتوې شمېره (۲۹۴)
پوښتنه :
که په مسافر امام پسې مقیم مقتدي د پاتې لمانځه ادا کولو په وخت کې سهوه شي ، سجده سهو پرې واجب ده او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په مسافر امام پسې مقیم مقتدي په پاتې رکعتونو ادا کولو کې حکما د لاحق په حکم کې دی . لهذا که داسې مقتدي سهوه شي ، سجده پرې نه لازمیږي .
الدلیل علی ذلک :
ولو سها المسبوق فيما يقضيه سجد له أيضا لا اللاحق
“لا” أي لا يسجد “اللاحق” وهو من أدرك أول صلاة الإمام وفاته باقيها بعذر كنوم وغفلة وسبق حدث وخوف وهو من الطائفة الأولى لأنه كالمدرك لا سجود عليه لسهوه
مراقی الفلاح ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۷۹ ، مدخل
(و) اعلم أن (المدرك من صلاها كاملة مع الإمام، واللاحق من فاتته) الركعات (كلها أو بعضها) لكن (بعد اقتدائه) بعذر كغفلة ورحمة وسبق حدث وصلاة خوف ومقيم ائتم بمسافر، وكذا بلا عذر؛ بأن سبق إمامه في ركوع وسجود فإنه يقضي ركعة، …. وحكمه كمؤتم فلا يأتي بقراءة ولا سهو …
الدرالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۵۹۵ ، باب الامامة