متفرق مسا‌‌ئل

پردۍ (نامحرمې) ښځې ته څومره وخت کتل جایز دي ؟

د فتوې شمېره (۲۹۶)

پوښتنه :

یوې پردۍ مېرمن ته څومره وخته پورې کتل روا دي ؟ یعنې که یو څوک ووایي چې ۱۴ ثانیې کتلی شې له دې زیات کتل جرم ګڼلی کیږي ایا شرعا همداسې ده ؟ د ځواب په هیله  مننه

 

الجواب وبالله التوفیق :

لکه څنګه چې مېرمنې ته اسلامي لارښونه ده ، کله چې د ضرورت په خاطر له کوره بهر وځي نو په حجاب کې دې ووځي او مخ به هم پټوي همداسې سړي ته امر شوی چې پردیو ( نامحرمو ) ښځو ته ونه ګوري  .

کله چې دغه ایت نازل شو ({ یٰاَ یُّھَا النَّبِیُّ قُلْ لِاَزْوَاجِکَ وَ بَنٰتِکَ وَ نِسَائِ الْمُؤْمِنِیْنَ یُدْنِیْنَ عَلَیْھِنَّ مِنْ جَلاَبِیْبِھِنَّ }(۳)

) ژباړه : اې رسول صلی الله علیه وسلم ! خپلو بیبیانو او خپلو لورګانو او د مومنانو ښځو ته ووایه ! چې په خپلو ځانو خپل څادرونه راخوره کړي ! ( یعنې ښه دې ځانونه پکې راونغاړي ! )

نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیبیانې یا نورې صحابیاتې به چې د کوم حاجت لپاره له کوره بهر وتلې نو په حجاب کې به یې ځانونه او مخونه پټول.

عایشه رضي الله عنها وايي : د حج په ورځو کې د احرام په حالت کې به چې زمونږ مخې ته کومه قافله تېرېده مونږ به خپل مخونه پټول ، ترڅو به چې قافله تېره شوې نه وه .

رسول الله صلی الله علیه وسلم یو صحابي ته وویل : هغه لومړی نظر ( چې بې اختیاره ) په یوه مېرمن ولګیږي درته معاف دی او دوهم وار کتل( یا پکې څو ثانیې نظر ښخول ) ګناه ده . .

همداسې الله جل شانه صحابو ته امر کړی دی چې کله هم تاسې د رسول لله صلی الله علیه وسلم له بیبیانو څخه کومه پوښتنه کول وغواړئ د پردې له شا ترې وپوښتئ ( نه مخامخ ) الله ج فرمایي :

وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ} [الأحزاب: 53]

دېته ورته ګڼ داسې نور آیتونه او احادیث مبارک شته چې پردیو ښځو کتل ترې ناروا معلومیږي .

پردیو ښځو ته کتل د انسان د غیرت سره په ټکر کې عمل دی ، لکه څنګه چې یو څوک دا نه شي برداشت کولی چې د ده مور ، خور یا لور ته دې بل څوک په غلط نظر وګوري همداسې هغېه مېرمن چې ته ورته ګورې د یو چا مور ، خور یا لور ده ، هغه هم همداسې په خپه کیږي لکه ته چې پرې خپه کېږې . او پردیو ښځو ته کتل په فتنه یا په زنا کې د واقع کېدو لومړۍ زینه ده .

مطلب دا  چې ، پردۍ مېرمنې ته قصدا کتل هغه که دوه ثانیې وي او که ۱۴ ثانیې ، شرعي جرم ګڼل کیږي .

الدلیل علی ذلک :

 

{ یٰاَ یُّھَا النَّبِیُّ قُلْ لِاَزْوَاجِکَ وَ بَنٰتِکَ وَ نِسَائِ الْمُؤْمِنِیْنَ یُدْنِیْنَ عَلَیْھِنَّ مِنْ جَلاَبِیْبِھِنَّ }(الاحزاب ۵۹)

وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ} [الأحزاب: 53]

{قُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ یَغْضُضْنَ مِنْ اَبْصَارِہِنَّ} [النور، جزء آیت: ۳۱]

قل للمومنین یغضوا من ابصار ھم ویحفظوا فروجھم ذلک ازکیٰ لھم ان اللہ خبیر بما یصنعونO  (النور :۳۰)

ان رسول اللّٰہ اقال: لعن اللّٰہ الناظر والمنظور الیہ ۔ مشکوۃ المصابیح ،کتاب النکاح ،باب النظر الی المخطوبۃ ، الفصل الثالث:۱؍۲۷۰۔



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close