نکاح ، طلاق او کورني مسائل

ولور (یعنې په خور یا لور پیسې اخستل)

(فتوا شمیره:57)

  پوښتنه:

کوم ولور چی افغانستان کی خلک د لوڼو په سر د زوم یا دهغه د پلار نه اخلي دا روا دی که نه ؟ مننه

(پوښتنه کونکی: سباوون – افغانستان)

الجواب وبالله التوفیق

ولور دیته وایې چې یو کس خور یاخپله لور چاته په نکاح ورکړي او په هغې باندې د نجلۍ ورور یا پلار پیسې واخلي ، په شریعت کې ددې اخستل ناروا او حرام دي .

۱- دیو ازاد انسان خرڅول او دهغې پیسې خوړل حرام دي .

په حدیث شریف کې راځې چې الله تعالې فرمایي : چې درې قسمه کسان داسې دي چې دقیامت په ورځ باندې زه دهغوی مقابل (یعنې دهغوی سره جنګ کونکی او ترینه پوښتنه کونکی یم ) اول هغه کس چې زما په نوم قسم وخوري او بیا یې مات کړي اویا ما په یوه خبره شاهد وګرځوي او بیا خلاف ورزي وکړي ، دوهم هغه کس چې یو ازاد کس خرڅ کړي او دهغې پیسې وخوري او دریم هغه کس چې یو مزدور ورته کار وکړي او دی پیسې او مزدوري ور نه کړي.

عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال قال الله ثلاثة أنا خصمهم يوم القيامة رجل أعطى بي ثم غدر ورجل باع حرا فأكل ثمنه ورجل استأجر أجيرا فاستوفى منه ولم يعط أجره. (صحیح البخاري باب اثم من باع حرا)

۲- علامه شامي رحمه الله لیکي چې دا پیسې اخستل رشوت دي ، او رشوت حرام اولوی جرم دی ، او رشوت اخستونکی په جهنم کې وي. ان تر دې چې علامه شامي رحمه الله لیکي چې د واپس اخستلو حق هم ورته شته.

قال العلامۃ الحصکفی: اخذ اہل المرأۃ شیئا عند التسلیم فللزوج ان یستردہ لانہ رشوۃ، قال ابن عابدین: ای بان ابی ان یسلمہا اخوہا او نحوہ حتی يأخذ شیئا وکذا لو ابی ان یزوجها فللزوج الاسترداد قائما او هالکا لانه رشوۃ۔ (الدرالمختار مع ردالمحتار ۲:۳۹۷ قبیل مطلب فی دعوی الاب ان الجهاز عاریة)

۳- د یاد شوو وجوهاتو نه غیر دغه ولور اخستل ډیر نقصانات هم لري لکه :

د دې وجې نه غریبو خلکو ته واده کول ډیر سخت وي، ځکه څوک توان نه لري چې د ولور پیسې پوره کړي او بعضې ځایونو کې د دغه ولور کچه ډیره لوړه وي ، چې هلک دواده کولو نه وروسته بیا دپورونو د ورکولو لپاره بهرني هیوادونو ته په کلونو کلونو مسافري کوي.

۳- په اسلامي چاپیریال باندې ناوړه اغیز کوي ، مثلا زنا او لواطت عام کیدل ، فحاشي خوریدل او دجنسي خواهشاتو پوره کولو لپاره ناجایز طریقې استعمالول اوداسې نور کوم چې دلویو عذابونو سبب ګرځي.

۴- مهر چې کوم دښځې شرعي حق دې ، هغې کې کموالی راتلل ، ځکه کومو ځایونو کې چې ولور نه وي نو هلته د ښځو لپاره مناسب مهر مقرر کیږي. او کوم ځایونو کې چې ولور اخستل کیږي هلته مهر ډیر کم وي. نو لکه څرنګه چې د میراث په باب کې د ښځو سره ظلم کیږي دغه شان په ولور اخستلو کې هم د ښځو سره ظلم کیږي .

۵- او ددغه ولور اخستو دوجې خلک بیا دنجلۍ سره د وینځې سلوک کوي ، او په اسلام کې چې دښځې کوم حقوق دي ، هغې ته پاملرنه نه کیږي.

 

 



مهم ټکي

اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close