طهارت او لمونځ

ایا د زیات کار له امله لمونځ پرېښودل جایز دی ؟

د فتوې شمېره (۲۹۷)

پوښتنه :

زه په هوایي میدان کې انجینر یم ، کله کله کار زیات شي د لمونځ فرصت راته نه پیدا کیږي ، ایا په دې صورت کې لمونځ پرېښودلی شم ؟


الجواب وبالله التوفیق :

لمونځ فرض دی د زیات کار له امله پرېښودل یې شرعا جواز نه لري .

که د هوایي میدان مشران د لمانځه په وخت کې د لمونځ کولو اجازه نه درکوي ، دغه وظیفه پرېږده په بل داسې ځای کې وظیفه پیدا کړه چې د پنځه وخته لمونځ کولو اجازه پکې وي .


الدلیل علی ذلک :

عَنْ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «السَّمْعُ وَالطَّاعَةُ عَلَى المَرْءِ المُسْلِمِ فِيمَا أَحَبَّ وَكَرِهَ مَا لَمْ يُؤْمَرْ بِمَعْصِيَةٍ، فَإِنْ أُمِرَ بِمَعْصِيَةٍ فَلَا سَمْعَ عَلَيْهِ وَلَا طَاعَةَ»:

الجامع الترمذي ، باب ما جاء لا طاعة لمخلوق فی معصیة خالق ، ۴/۲۰۹

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ: ذَكَرَ الصَّلَاةَ يَوْمًا فَقَالَ: ” مَنْ حَافَظَ عَلَيْهَا؟ كَانَتْ لَهُ نُورًا، وَبُرْهَانًا، وَنَجَاةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا لَمْ يَكُنْ لَهُ نُورٌ، وَلَا بُرْهَانٌ، وَلَا نَجَاةٌ (1) ، وَكَانَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَعَ قَارُونَ، وَفِرْعَوْنَ، وَهَامَانَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ .

سنن الدارمي ، ۳/۱۷۸۹ ، باب المحافظة علی الصلاة

سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «خمس صلوات افترضهن الله تعالى من أحسن وضوءهن وصلاهن لوقتهن وأتم ركوعهن وخشوعهن كان له على الله عهد أن يغفر له، ومن لم يفعل فليس له على الله عهد، إن شاء غفر له وإن شاء عذبه»

سنن ابی داود ، ۱/۱۱۵ ، باب المحافظة علی وقت الصلاة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close