عقائداوفرقې

ایا ولي یا بزرګ د دنیا په کارونو کې تصرف کولی شي ؟

د فتوې شمېره (۲۹۸«

پوښتنه :

ځینې خلک د الله ج ولیانو باندې دا عقیده لري ، چې که دی وغواړي باران ورولی شي ، په خلکو وچ کالي راوستلی شي او داسې نورې خبرې کوي . ایا د الله ج ولي په باران ، وچکالي ، زلزله یا نور شیانو کې تصرف کولی شي ؟


الجواب وبالله التوفیق :

په دې کې شک نشته چې په هره زمانه کې الله جلاجلاله ته خوښ بندګان وي ، دوی د الله ج بندګي په سهي طریقې سره کوي او داسې بندګانو ته د الله ج ولي یا بزرګ ویل کیږي  . خو دا عقیده لرل چې په باران ورولو یا د زلزلو په راوستولو کې د دوی لاس وي ( العیاذ بالله ) د شرک عقیده ده ،ځکه چې الله ج په خپلو کارونو کې بل شریک ته حاجت نه لري .


الدلیل علی ذلک :

قُلْ لا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعاً وَلا ضَرًّا إِلاَّ مَا شاءَ اللَّهُ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَما مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَا إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (۱۸۸) سورة الاعراف

والشرک فی الصفات ان یثبت لغیر الله سبحانه وتعالی شیئا من الصفات المختصة کالتصرف فی العالم …..

الفوز الکبیر ، مخ : ۲۸

 

 



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا فتوا هم وګوره !!

Close
Close