عقائداوفرقې

ایا پیریان د غیبو علم لري ؟

د فتوې شمېره ( ۲۹۹)

پوښتنه :

ځینې خلک وایي چې پیریان تعویذ ګرو ته ورک شوي شي یا په راتلونکې زمانه کې څه پېښیدونکي دي ؟ په اړه یې خبر ورکوي .  د دوی دغه خبره ترکومه ځایه سهي ده ؟


مننه

الجواب وبالله التوفیق :

د غیبو علم یواځې او یواځې د الله جل جلاله سره دی ، د بل هیچا سره نشته ، تر دې چې د الله ج د رسولانو علیهم الصلاة والسلام سره هم د غیبو علم نه وي او پیریان هم د غیب په اړه هېڅ معلومات نه لري .

البته پاس په آسمان کې له ملایکو څخه ځینې نامکمله خبرې واوري ، بیا په هغو خبرو کې له ځانه دروغ ګډ کړي او ساحرانو ته یې راوړي  ، له دې امله په خبرو یې یقین او باور کول د شریعت او عقل مخالف کاردی .


الدلیل علی ذلک :

وَعِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْر (59) سورة الانعام

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَنَّهَا سَمِعَتْ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: ” إِنَّ المَلاَئِكَةَ تَنْزِلُ فِي العَنَانِ: وَهُوَ السَّحَابُ، فَتَذْكُرُ الأَمْرَ قُضِيَ فِي السَّمَاءِ، فَتَسْتَرِقُ الشَّيَاطِينُ السَّمْعَ فَتَسْمَعُهُ، فَتُوحِيهِ إِلَى الكُهَّانِ، فَيَكْذِبُونَ مَعَهَا مِائَةَ كَذْبَةٍ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ “

صحیح البخاري ، رقم الحدیث : ۳۲۱۰ ، باب ذکر الملائکة ،

والذي يدعي أن له صاحبا من الجن يخبره عما سيكون، والكل مذموم شرعا، محكوم عليهم وعلى مصدقهم بالكفر. وفي البزازية: يكفر بادعاء علم الغيب وبإتيان الكاهن وتصديقه. وفي التتارخانية: يكفر بقوله أنا أعلم المسروقات أو أنا أخبر عن إخبار الجن إياي اهـ.

الدر المختار مع ردالحتار ، ټوک : ۴ ، مخ : ۲۴۲ ، مطلب توبة الیأس …



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close