متفرق مسائل
د نوي کال په راتګ یو بل ته مبارکي ورکول د شریعت له نظره!
د فتوې شمېره (۳۰۲)
پوښتنه :
نن سبا رواج ګرځیدلی دی ، چې د عیسايي کال په پیلېدو سره خلک یو بل ته مبارک ورکوي او ځینې د نوي کال په راتګ خوښي لمانځي ، د شریعت له نظره یې حکم څه دی ؟
الجواب وبالله التوفیق :
د عیسایي یا د بل کال په پیلېدو یو بل ته مبارکیانې ورکول او یا هم د خوښیو څرګندول د کافرانو کار دی ، شرعا مسلمان ته جایز نه دي چې د کافرانو په نقش قدم روان شي .
په حدیث شریف کې راځي ، ژباړه : ( څوک چې له کفارو سره مشابهت اختیار کړي له مونږ څخه نه دی ، د یهودو او عیسیانو سره مشابهت مه اختیاروئ )
نو باید هر مسلمان له کفارو سره په هر څه کې توپیر ولري .
الدلیل علی ذلک :
أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَيْسَ مِنَّا مَنْ تَشَبَّهَ بِغَيْرِنَا، لاَ تَشَبَّهُوا بِاليَهُودِ وَلاَ بِالنَّصَارَى…. سنن الترمذی ټوک : ۴۴ ، مخ :۴۴ ، باب ماجاء في اشارة اليد