طهارت او لمونځ

مسافر مقتدي به په مقیم امام پسې د څو رکعتو نیت کوي ؟

د فتوې شمېره (۳۰۴)

پوښتنه :

زه مسافریم د مازیګر لمونځ مې په مقیم امام پسې دوه اخري رکعتونه ونېول زه اوس له امام سره سلام وګرځوم اوکه دوه رکعتونه نور هم ورسره ادا کړم ؟

ا و زه د څلورو رکعتو نیت وتړم که دوو رکعتو ؟ ځواب راکړئ.

پوښتونکی : شهامت سادات موحد

Shahamat Sadat Muwahid


الجواب وبالله التوفیق :

کله چې مسافر سړی په مقیم امام پسې اقتدا وکړي ، نو دی به تبعا پوره د مقیم لمونځ کوي . برابره خبره ده ، که د امام سره په اولني رکعت کې شامل شوی وي او که په اخري ناسته کې ورسره شامل شي ، په هر صورت کې به پوره لمونځ کوي .

لهذا کله چې امام سلام وګرځوي نو پاتې دوه رکعته به راوګرځوې چې څلور رکعته پوره شي .

او مسافر مقتدي به په مقیم امام پسې د تابع کېدو له امله د څلورو رکعتو نیت کوي .


الدلیل علی ذلک :

وان اقتدی مسافر بمقیم اتم .

الفتاوی العالمګیرية ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۴۲ ، الباب الخامس عشر

وأما اقتداء المقوله فيصح في الوقت ويتم) أي سواء بقي الوقت أو خرج قبل إتمامها لتغير فرضه بالتبعية لاتصال المغير بالسبب وهو الوقت،سافر بالمقيم فيصح في الوقت ويتم

الدرلمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۳۰ ، باب صلاة المسافر

وَأَمَّا اقْتِدَاءُ الْمُسَافِرِ بِالْمُقِيمِ فِي الْوَقْتِ يَجُوزُ وَيَتَغَيَّرُ فَرْضُهُ، هَكَذَا رُوِيَ عَنْ ابْنِ عُمَرَ وَابْنِ عَبَّاسٍ – رَضِيَ اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُمَا -،

المبسوط السرخسي ، ټوک : ۱ ، مخ :۲۴۳ ،اقتداء المسافربالمقیم



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close