زکات،سرسايه اوعشر

خپلې خور ته زکات ورکول څه حکم لري ؟

د فتوې شمېره ( ۳۰۵ )

پوښتنه :

خور ته زكات وركول څنګه دی ؟ چې دسړي سره په يو كور كې اوسيږي او د ورور سره په مال كې نه وي شريكه .

19/12/208  عبدالودود جان


الجواب وبالله التوفیق :

د کومې خور چې خوراک او څښاک ځان ته وي او د زکات مستحقه وي نو د زکات ورکول جایز دي . اګر که د ورور سره په یوه کور کې ژوند کوي بیا هم زکات ورکول جایز دي .


الدلیل علی ذلک :

ويجوز دفع الزكاة إلى من سوى الوالدين والمولودين من الأقارب ومن الإخوة والأخوات وغيرهم؛ لانقطاع منافع الأملاك بينهم ولهذا تقبل شهادة البعض على البعض والله أعلم

بدائع الصنائع ، ټوک : ۲ ، مخ : ۵۰ ، کتاب الزکوة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close