طهارت او لمونځ

سمع الله لمن حمده څه وخت ویل په کار دي ؟

د فتوې شمېره (۳۰۵)

پوښته :

السلام عليکم اما بعد زه يوه پوښتنه لرم هيله ده چي ځواب ژر راوستوئ

هغه دا چې کله درکوع څخه پورته کيږي سمع الله لمن حمده او ربنا لک الحمد به په کوم وخت کې ختموي دمنفرد دلمانځه او جمعې د لمانځه تفريق يې بايد وشي .

المستفتي .ابو حنظله له کند هار نه والسلام


الجواب وبالله التوفیق :

کله چې یو څوک له رکوع څخه فارغ شي باید سمدلاسه سمع الله لمن حمده او ورپسې ربنا لک الحمد ووایي بیا سجدې ته ښکته شي .

د جمعې په لمانځه کې به مقتدي ربنا لک الحمد د امام له سمع الله لمن حمده ویلو څخه وروسته وایي .

البته منفرد ( ځان ته لمونځ کونکی ) او مقتدي د ربنا لک الحمد ویلو څخه وروسته حمدا کثیرا طیبا مبارکا هم ویلی شي ، اجر زیات لري .


الدلیل علی ذلک

 وروى البُخَارِيّ وَغَيره عَن رِفَاعَة كُنَّا نصلي وَرَاء رَسُول الله صلى الله عَلَيْهِ وَسلم فَلَمَّا رفع رَأسه من الرَّكْعَة قَالَ الرجل رَبنَا وَلَك الْحَمد حمداً كثيرا طيبا مُبَارَكًا فِيهِ فَلَمَّا انْصَرف قَالَ من الْمُتَكَلّم بِهَذَا قَالَ رجل أَنا قَالَ رَأَيْت بضعَة وَثَلَاثِينَ ملكا يبتدرونها

الجامع الصغیر ، ټوک : ۱ ، مخ : ۸۸ ، باب فی تکبیر الرکوع والسجود

 

فإذا قال الإمام مقارنا للانتقال سمع الله لمن حمده يقول المقتدي مقارنا له: ربنا لك الحمد،فلو قال الإمام بعد ذلك لوقع قوله بعد قول المقتدي فينقلب المتبوع تابعا والتابع متبوعا، ومراعاة التبعية في جميع أجزاء الصلاة واجبة بقدر الإمكان

بدائع الصنائع ، ټوک : ۱ ، مخ : ۲۰۹ ، فصل فی سنن حکم التکبیر

والعاشر الِارْتفَاع من الرُّكُوع

وَالْحَادِي عشر سمع الله لمن حَمده وَهُوَ على الامام وعَلى من يُصَلِّي وَحده فِي قَول ابي يُوسُف وَمُحَمّد وابي حنيفَة

وَالثَّانِي عشر رَبنَا لَك الْحَمد اذا اسْتَوَى قَائِما وَهُوَ على الْقَوْم والامام جَمِيعًا فِي قَول ابي يُوسُف وَمُحَمّد

النتف في الفتاوي ټوک : ۱ ، مخ : ۶۳ المسنون



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close