
طهارت او لمونځ
په کور کې د جَمعې لپاره اذان او اقامت کول !
د فتوې شمېره ( ۳۰۸ )
پوښتنه :
که څوک په کور کې جَمعې سره لمونځ کوي او یا په جومات کې دوهمه جَمعه کوي ، نو د دې لپاره ځان ته اذان او اقامت کول ضروري دي او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
که څوک په کور کې جَمعې سره یا ځان ته لمونځ کول وغواړي او د کلي په مسجد کې اذان او اقامت شوی وي ، نو په دې صورت کې بیا اذان او اقامت کول ضروري نه دي . البته که بیا اذان او اقامت وشي بهتره خبره ده .
او که څوک په مسجد کې بله جَمعه یا ځانته لمونځ کول وغواړي نو د هغه لپاره بیا اقامت او اذان کول مکروه دي .
او د قضا لمونځونه لپاره اذان او اقامت دواړه یا یواځې اقامت کول ضروري دي .
الدلیل علی ذلک :
عَنْ عَلْقَمَةَ قَالَ : صَلَّى عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْعُودٍ بِى وَبِالأَسْوَدِ بِغَيْرِ أَذَانٍ وَلاَ إِقَامَةٍ ، وَرُبَّمَا قَالَ : يُجْزِئُنَا أَذَانُ الْحَىِّ وَإِقَامَتُهُمْ.
سنن الكبري للبهيقي . رقم الحدىث :۱۹۴۸ ، ټوک : ۲ ، مخ : ۱۶۶
عن جعفر بن ميمون قال إذا صلى الرجل في بيته كفته الاقامة .
مصنف لابن ابي شيبه , كتاب الصلات , باب في الرجل يكون وحده … رقم الحديث : ۲۲۶۶ ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۹۹
لكن لا يكره تركه لمصلي في بيته في المصر، لان أذان الحي يكفيه كما سيأتي.
وفي الامداد أنه يأتي به ندبا.
ردالمحتار ټوک : ۲، مخ : ۴۹ , باب الاذان
او مصل فی مسجد بعد صلاة جماعة فیه بل یکره فعلهما …
ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۵۸ ،
۲۸ جمادی الثاني ۱۴۴۰ هه = ۵//۳/۲۰۱۹