طهارت او لمونځ
په لمانځه کې سترګې یا خوله پتول څه حکم لري ؟
د فتوې شمېره (۲۰۹)
پوښتنه :
ځینې خلک په لمانځه کې سترګې یا خوله پټوي ، د سترګو او خولې پټولو په اړه که معلومات راکړئ . چې لمونځ ورسره کیږي او کنه ؟
الجواب وبالله التوفیق :
په لمانځه کې سترګې خلاصول په کار دي نه بندول . که په سترګو پټولو سره توجو او خشوع برابریږي بیا یې پټول جایز دي خو بیاهم نه پټول یې بهتر دي ، ځکه چې د قیام په حالت کې د سجدې ځای ته کتل سنت دي، د رکوع په حالت کې پښو ته ، د سجدې په وخت کې د پوزې سر ته او د ناستې په وخت کې خپلو ورانونو ته نظر کول مستحب دي . که څوک سترګې پټې کړي دغه سنت او مستحب عملونه ترې پاتې کیږي ، له دې امله سترګې خلاصې ساتل بهتر دي .
په لمانځه کې خوله یا پوزه په څادر یا په بل شي سره پټول مکروه تحریمي دي . باید پټ نه کړی شي او که څوک عذر لري بیا یې پټول جایز دي .
الدلیل علی ذلک :
و یکره للمصلی ایضا ان یغمض عینیه قیل لانه من صنیع اهل الکتاب وقال فی الاختیار لانه علیه الصلاة والسلام نهی عنه ..
حلبی کبیر : ، مخ : ۳۵۰-۳۵۱ ، فصل کراهیة الصلاة
(وتغميض عينيه) للنهي إلا لكمال الخشوع
(قوله للنهي) أي في حديث «إذا قام أحدكم في الصلاة فلا يغمض عينيه» رواه ابن عدي إلا أن في سنده من ضعف وعلل في البدائع بأن السنة أن يرمي ببصره إلى موضع سجوده، وفي التغميض تركها. ثم الظاهر أن الكراهة تنزيهية، كذا في الحلية والبحر، وكأنه لأن علة النهي ما مر عن البدائع، وهي الصارف له عن التحريم (قوله إلا لكمال الخشوع) بأن خاف فوت الخشوع بسبب رؤية ما يفرق الخاطر فلا يكره، بل قال بعض العلماء إنه الأولى، وليس ببعيد حلية وبحر
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۶۴۵ کتاب الصلاة ، مکروهات الصلاة
(ولها آداب) تركه لا يوجب إساءة ولا عتابا كترك سنة الزوائد، لكن فعله أفضل (نظره إلى موضع سجوده حال قيامه، وإلى ظهر قدميه حال ركوعه،
وإلى أرنبة أنفه حال سجوده، وإلى حجره حال قعوده. وإلى منكبه الأيمن والأيسر عند التسليمة الأولى والثانية) لتحصيل الخشوع
الدرالمختار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۴۷۸ ، باب صفة الصلاة
يكره اشتمال الصماء والاعتجار والتلثم والتنخم وكل عمل قليل بلا عذر؛ [فروع اشتمال الصلاة على الصماء والاعتجار والتلثم والتنخم وكل عمل قليل بلا عذر]
(قوله يكره اشتمال الصماء) لنهيه – عليه الصلاة والسلام – عنها، وهي أن يأخذ بثوبه فيخلل به جسده كله من رأسه إلى قدمه … (قوله والتلثم) وهو تغطية الأنف والفم في الصلاة لأنه يشبه فعل المجوس حال عبادتهم النيران زيلعي.
الدرالمختار مع ردالمحتار ، ټوک : ۱ ، مخ : ۶س۵۲ ، باب ما یفسد الصلاة..
والله تعالی اعلم بالصواب